Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بشار الاسد؛ له ډاکټرۍ د سوریې تر ولسمشرۍ

 بشارالاسد په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې وزېږید. نوموړی په ۱۹۸۸زېږدیز کال کې د دمشق پوهنتون له طب پوهنځي فارغ شو او وروسته یې د سوریې په پوځ کې د ډاکټر په توګه دنده پیل کړه.
  
بشار الاسد په پیل کې د خپل پلار ځایناستي کېدو ته نه‌و ټاکل شوی او نه یې د سوریې د واک ترلاسه کولو لپاره چمتووالی درلود. دا کار د نوموړي د مشر ورور باسل له مړینې وروسته چې، په ۱۹۹۴زېږدیز کال په لومړیو کې، د دمشق په شاوخوا کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ومړ، وشو.

اسد په ۱۹۹۸زېږدیز کال کې په پوځي پوهنتون کې شامل شو او د سوریې له لوري یې د لبنان د نیولو مسوولیت پرغاړه واخیست.

بشارالاسد پر عربي ژبې سربېره، په انګلیسي، فرانسوي او اسپانوي ژبو هم پوهېږي.

د سوریې نولسم ولسمشر بشار الاسد په خپله یوې وینا کې ویلي:«په جګړه کې، تاسو ځینې سیمې له لاسه ورکوئ؛ خو ځینې نورې سیمې بېرته نیسئ. نو ځکه دا ستونزمنه ده چې، ووایو تاسو د بایللو په حال کې یاست، که بریالي کېږئ یا دا چې، په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلي یاست.هېڅوک دې پوښتنې ته کره ځواب نه لري؛ خو له شک پرته، د روسیې له مداخلې او د سوریې له پوځ سره له قانوني ملاتړ وروسته، موږ ډېر ښه احساس درلود. موږ ګڼ ستر ښارونه او مهم مرکزونه د ترهګرو تر کنټرول لاندې سیمو د کمولو په بیه ونیول.» 

تر نوموړي مخکې د هغه پلار حافظ الاسد هم له ۱۹۷۱زېږدیز کاله تر ۲۰۰۰ زېږدیز کال پورې د خپل ژوند تر پایه پر سوریې حکومت وکړ.

حافظ الاسد د ۲۰۰۰ کال د جون پر۱۰مه په دمشق کې د زړه د درېدو (سکتې) له امله ومړ.

د حافظ الاسد له مړینې وروسته، بشارالاسد چې، ۳۴ کلن و، په چټکۍ د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د سوریې هغه سیاستوال دی چې، د ۲۰۰۰ کال د جنورۍ له ۱۷مې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۸مې پورې یې د سوریې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او د دغه هېواد نولسم ولسمشر ګڼل کېده. 
 
د بشارالاسد د حکومت په لومړیو کې په سوریه کې کلتوري او سیاسي اصلاحات ترسره شول چې، د دمشق پر پسرلي مشهور شو.

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري په دې هکله وايي:«د اسد کورنۍ کابو ۵۰ کاله پر سوریې حکومت وکړ. د اسد کورنۍ حکومت یو مستبده او ډیکټاټوره حکومت و او په تاریخ کې تل ظالمان او ډیکټاټوران پرځېږي او د اسد دولت هم وپرځېد.»

اوس پوښتنه دا ده چې، د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، منځنی ختیځ له کومو ننګونو سره مخ کېدلای شي او اغېزې به یې د سیمې پر هېوادونو څه وي؟

 د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمن وویل:«په هغې صورت کې چې، جګړه پیل شي، وضعیت له کنټروله ووځي، دا طبیعي ده چې، د سیمې او د سوریې پر ټولو ګاونډيو او د منځني ختیځ پر هېوادونو خپلې اغېزې لري.»

خو بالاخره، د بشارالاسد واکمني له ۲۴ کلونو وروسته، دمشق د پوځ له کوم سخت مقاومت پرته د هغه د مخالفانو لاس ته ولوېد او سقوط شو.

شریک یي کړئ