Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه روان کال کې د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو ګواښوونکې سیمه بلل شوې

د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ زېږیز کال په راپور کې پر خبریالانو د بریدونو په تړاو په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې اندېښنه څرګنده کړې ده. 

دغه راپور کې راغلي چې، د خبریالانو نیمې وژنې په جګړه ځپلو سیمو کې ثبت شوې دي. 

د راپور لمخې، غزه په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو ګواښوونکې سیمه وه چې، د وژل شویو خبریالانو له درېیو برخو یوه هغه یې د اسراییلي خواکونو له لوري د دندې پر مهال وژل شوي دي. 

راپور کې راغلي: « د ۲۰۲۳ له اکټوبر راهیسې، څه باندې ۱۴۵ خبریالان د اسراییلي ځواکونو له لوري وژل شوي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان دغه راز تر دې مهاله د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د اسراییل له لوري د خبریالانو پر وړاندې د جنګي جرمونو څلور شکایتونه ثبت کړي دي.»

پاکستان او بنګلدېش کې د ډېرو خبریالانو د وژل کېدو له امله اسیا هم ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو لپاره دویمه ګواښوونکې سیمه بلل شوې ده. 

د بې خبریالانو د شمېرو لمخې، دغه کال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بندي خبریالانو په شمېر کې ۷.۲ سلنې زیاتوالی راغلی دی. 

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چین د ۱۲۴ خبریالانو په بندي کولو، میانمار د ۶۱، اسراییل د ۴۱ او بیلاروس د ۴۰ خبریالانو په زنداني کولو سره روان کال کې د خبریالانو لپاره د څلورو سترو زندانونو په توګه یاد شوي دي. 

راپور کاږي چې، دا مهال په نړۍ کې ۵۵ خبریالان د یرغمل شویو په توګه ساتل کیږي چې، ۷۰ سلنې یې سوریه کې یرغمل شوي دي. 

د بې پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پایته رسولو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه