Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپورونه: مفید عبدالقادر امریکا کې تر ۱۶ کاله زندان وروسته ازاد شوی دی

د حماس د لوړپوړي غړي خالد مشعل ورور مفید عبدالقادر امریکا کې تر ۱۶ کاله زندانه وروسته ازاد شوی دی. 

فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې، فلسطین الاصله امریکایي، مفید عبدالقادر به د یو کال لپاره د ښه کېدو مرکز ته واستول شي. 

امریکايي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. 

مفید عبدالقادر ۲۰۰۸ زېږیز کال کې د حماس د ملاتړ په تور امریکا کې ونیول شو او په شل کاله زندان محکوم شوی و. 

نوموړی امریکا کې د یوه فلسطیني مرستندویه بنسټ غړیتوب هم په غاړه لري.

راپور کې راغلي چې، غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو د روانو خبرو اترو سره سم د عبدالقادر خوشې کېدل هم د دغې هوکړې یوه برخه ده. 

د دې راپور لمخې، امریکا دغه هېواد کې د نورو فلسطیني سیاسي بندیانو د بند موده هم کمه کړې ده. 

تر دې وړاندې رویټرز د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې، حماس له اسراییل سره د اوربند او یرغمل شوی د خوشې کولو هوکړې لپاره خپل دریځ نرم کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه