د هیت تحریر شام مشر ابو محمد جولاني وایي، اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور اوښتي چې په خبره یې، سیمه کې نورو نښتو ته لار هواروي.
هغه د سوریې له دولتي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، اسراییل د سوریې پر خاوره د بریدونو لپاره ناسم دلایل وړاندې کوي.
د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن په ګډون ځینو عربي هېوادونو هم د سوریې پر خاوره د اسراییل تېری غندلی دی.
جولاني ټینګار کړی چې، تحریر شام نور نه غواړي جګړه وکړي.
رویټرز د جولاني له خولي لیکلي: « سوریه له کلونو اوږدې جګړې ستړې شوې او بلې جګړې ته اجازه نه ورکوي. اوس لپاره لومړیتوب بیارغونه او ثبات دی.»
جولاني هر ډول "ناڅاپي پوځي اقدامونه" رد کړي او ویلي یي دي چې، امنیت او ثبات یوازې د ډیپلوماټیکې لارې تامین کېدای شي.
د تحریر شام دغه چارواکي د روسیې په تړاو چې، د بشارالاسد د حکومت ملاتړی هېواد و ویلي، د مسکو او دمشق اړیکې باید د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ولاړې وي.
په دې اړه مو اندونه