Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسراييلي بمباریو دوام؛ غزه کې د یوه خبریال په ګډون ۵۳ فلسطنیان وژل شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراييل له لوري په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۵۳ فلسطنیان وژل شوي دي.

راپور زیاته کړې چې په وژل شویو کې یو خبریال او د ژغورنې ډلې یو غړی هم شامل دي.

رویټرز پخپل راپور کې زیاته کړې چې دغه برید په نصیرات سیمه کې پر یوه ملکي بېړني مرکز شوی چې د الجریزې ټلویزیون ویډیويي خبریال، احمد اللوح او ګڼو نورو کسانو پکې ژوند بللی دی.
اخوا په نصیرات سیمه کې په یوه بل برید کې هم شاوخوا پنځه تنه وژل شوي دي.

بل لور ته اسراييلي ځواکونه ادعا لري چې په دغو بریدونو کې یې وسله وال وژلي دي خو له خپرو شویو ویډګانو ښکاري چې بریدونه پر ملکي ځایونو او ملکي وګړو شوې دي.

الجزیرې ټلویزیون تازه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د اسراييل هغه ادعا رد کړې وه چې ویډیو ژورنالېست د وسله والو ډلو پورې تړلی و.

د حماس رسنیو ویلي، د نصیرات د ملکي بیړني خدماتو مشر، هم وژل شوی دی.

د ملکي بیړني خدماتو یوه غړي، زکي عمادالدین، په روغتون کې خبریالانو ته وویل: "د نصیرات کمپ په ملکي بیړني مرکز برید وشو، په داسې حال کې چې کارکوونکي په مرکز کې حاضر وو. دوی شپه او ورځ د خلکو د خدمت لپاره کار کوي."

اسراييل پر حماس غورځنګ د بریدونو او د هغوی د نښه کولو ادعا کوي خو په دغو بریدونو کې ډېری وخت ملکي وګړي، ماشومان، ښځې او ملکي سړي وژل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه