Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسراييل د ملاتړ پر سر د امریکا له بهرنیو چارو وزارته د فلسطنیانو شکایت

فلسطینۍ کورنیو د سې‌شنبې په ورځ د امریکا له د بهرنیو چارو وزارت شکایت کړی، چې واشنګټن د غزې په جګړه کې د اسراییلي پوځ ملاتړ کوي چې له امله یې لسګونه زره کسان وژل کیږي او بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، دغه شکایت د امریکا پلازمېنه کې د کولمبیا د سیمې په یوه سیمه‌ییزه محکمې کې ثبت شوی دی.

فلسطینۍ کورنۍ ادعا کوي چې د انتوني بلېنکن په مشرۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د بشري حقونو قوانین په قصدي ډول له پامه غورځولي او په دوامدره توګه یې د اسراییلي پوځ مالي ملاتړ او مرسته کړې ده، چې په غزه او لويدیځه تړانګه کې د جنایتونو په ترسره کولو تورن دي.

دغه اندېښنې وروسته له هغې راپورته شوي چې بایډن هم د راپورونو پر بنسټ څو ځل په غزه کې د روانې جګړې له امله د اسراييل دفاع کړې ده.

غزه کې روانې جګړې بیا د دغې سیمې اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لارې هم تړلي چې امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو یې په کراتو غوښتنه کړې چې اوربند کولای شي د مرستو رسولو لارې اسانې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه