د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د امریکا له منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د اوکراین د جګړې پایته رسولو په تړاو خبرو لپاره چمتو دی.
ټرمپ چې، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې امریکا کې واک تر لاسه کړي، ژمنه یې کړې چې، د اوکراین جګړه به پایته رسوي.
پوتین د روسیې خلکو ته د سوال او ځواب په کلنۍ غونډه کې ویلي، له ټرمپ سره کتنې ته چې په خبره یې، له کلونو راهیسې یې ورسره نه دي کتلي چمتو دی.
هغه ټرمپ ته د وړاندیز په اړه پوښتنې ته په ځواب کې د روسیې د کمزورۍ ادعاوې رد کړې دي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې، ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته د ځواکونو تر استولو وروسته روسیه پیاوړې شوې ده.
پوتین و ویل: « موږ تل ویلي چې خبرو او روغې جوړې ته چمتو یو.»
ولادیمیر پوتین ویلي، روسیې ځواکونه اوکراین کې خپلو اصلي موخو ته د رسېدو په حال کې او د اوکراین پوځي مقاومت به ډېر ژر کم شي.
د روسیې ولسمشر ویلي: « زما په نظر هغه اوکراینیان چې، جګړې ته لېواله دي، ډېر ژر لمنځه ځي. څوک به جګړې ته پاتې نشي. موږ چمتو یو خو مقابل لوری هم باید خبرو او روغې جوړې ته چمتو وي.»
د اوکراین او روسیې جګړه په ۲۰۲۲زېږیز کال کې پر اوکراین د روسیې تر پراخ یرغل وروسته پیل شوه چې، د مسکو په خبره، موخه یې د اوکراین په ختیځ کې د روسي ژبو ساتنه او د ناټو د پراخېدو پر وړاندې مبارزه وه.
دغه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، میلیونونه بې ځایه شوي او د پراخ اقتصادي او سیاسي کړکېچ لامل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه