Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایت‌الله خامنه‌يي: ایران نیابتي ځواک نه لري

د ایران مذهبي رهبر، ایت‌الله علي خامنه‌يي ټینګار وکړ چې دغه هېواد په سیمه کې نیابتي ځواک نه لري.

د رویټرز د راپور لمخې، هغه زیاته کړه چې داسې ډلې لکه د یمن حوثیان، د لبنان حزب‌الله، حماس او اسلامي جهاد د خپلو باورونو او عقیدې پر بنسټ مبارزه کوي.

ایت‌الله خامنه‌يي د لویدیځو هېوادونو د څرګندونو په غبرګون کې وویل: «دوی په دوامداره توګه وایي، اسلامي جمهوریت په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه له لاسه ورکړي دي! دا هم یوه بله تېروتنه ده! اسلامي جمهوریت نیابتي ځواک نه لري.»

هغه زیاته کړه، که ایران وغواړي جګړې ته داخل شي، په سیمه کې د نیابتي ځواکونو کارولو ته اړتیا نه لري.

ورته مهال، لویدیځ هېوادونه او د سیمې ځینې حکومتونه داسې ډلې لکه د لبنان حزب‌الله، د عراق حشدالشعبي او د یمن حوثیان د ایران د نیابتي ځواکونو په توګه یادوي، دا هغه تورونه دي چې ایران تل رد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه