Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراییل په غزه کې د پنځو خبریالانو په ګډون لس تنه وژلي دي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې نن لږ تر لږه لس کسان د پنځو خبریالانو په ګډون وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. 

رویټرز د غزې د روغتیایي مسوولینو په حواله راپور ورکړی چې، ښایي د قربانیانو شمېر لوړ شي؛ ځکه ډېر خلک لا هم تر ویجاړیو لاندې دي. 

راپور کې راغلي چې، د پنځو خبریالانو موټر بیا د النصیرات پنډغالي د العوده روغتون ته څېرمه په نښه شوی دی. 

دا خبریالان د "القدس الیوم" ټلویزون کارکوونکي و. 

د راپور لمخې، د خبریالانو پر موټر رسنیزه نښه لرله چې، له النصیرات پنډغالي او د روغتون له دننه د خبري پوښښ لپاره د خبریالانو له لوري کارول کېده. 

خو اسراییل بیا ویلي، دغه موټر یې په قصدي توګه په نښه کړی او زیاته کړې یې ده چې، د "اسلامي جهاد" غړي پکې و. 

د غزې روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، د تېر زېږیز کال د اکټوبر میاشتې له ۷مې نېټې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۴۵ زره او ۳۶۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه