په داسې حال کې چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند خبرې اترې روانې دي، ډېری فلسطینیان لا هم د اسراییل په بندخونو کې بنديان دي.
رویټرز راپور ورکړی چې ځینې فلسطیني بنديان په اسراییلي زندانونو کې له سختو جسمي او رواني شکنجو سره مخ دي، تر دې چې د خوشې کېدو وروسته یې د عادي حرکت کولو وړتیا هم له لاسه ورکړې ده.
په دغو کسانو کې یو فلسطیني بندي "معزز" نومېږي چې د نیولو څخه مخکې یو تکړه ورزشکار و؛ خو اوس د فلج کېدو له خطر سره مخ دی او رواني وضعیت یې هم په شدیده توګه خراب شوی دی.
معزز د اسراییل په یوه زندان کې نهه میاشتې بندي و.
د بیتلحم د رواني روغتون طبي یادښتونو لمخې، دغه ۳۷ کلن سړی چې د پنځو اولادونو پلار دی، په شدیده رواني ناروغۍ اخته شوی دی.
قدوره فارس، د فلسطیني بنديانو او خوشې شویو چارو کمیسیون رییس وايي: "که بنديان په راتلونکې کې د هر ډول هوکړو له امله خوشې شي، ډېری یې د اوږدمهاله روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، څو له هغو جسمي او رواني ستونزو روغ شي چې ورسره مخ شوي دي."رویټرز له څلورو فلسطیني نارینهو سره خبرې کړې دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته د اسراییل له لوري نیول شوي وو.
د رویټرز موندنې ښيي چې دغه کسان د څو میاشتو لپاره له یوه سازمان سره د تړاو په تور په بند کې و، خو پرته له دې چې رسمي جرم پرې ثابت یا محکوم شي، خوشې شوي دي.
دوی د وهلو ټکولو، له خوب او خوړو محرومیت، او په اوږدمهاله توګه د رواني فشارونو په حال کې ساتلو له کبله د رواني زیانونو راپور ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه