Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاناډا دویم ځوان لومړی وزیر له خپل موقفه استعفا ورکوي

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې په پام کې ده، د کاناډا لومړی وزیر، جسټېن ټروډو له خپل موقف استعفا ورکړي.

رویټرز زیاته کړې چې تر اوسه ټروډو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

دغې سرچینه رویټرز ته وروسته له هغې خبرې کړې چې ګلوب اېنډ مېل کاناډايي رسنۍ راپور ورکړی و چې ښايي ټروډو نن (د دوشنبه، مرغومي ۱۷مه) اعلان وکړي چې د کاناډا د واکمن لېبرال ګوند له مشرۍ به په واک له نهو کلونو پاتې کېدو وروسته، له دندې لاس واخلي.

سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو غوښتنه کړې ځکه هغوی ته اجازه نه وه ورکړ شوې چې په دې تړاو له رسنیو سره خبرې وکړي.

سرچینو ګلوب اینډ مېل ته ویلي، دوی په کره توګه نه پوهیږي چې ټروډو به کله د خپلې استعفا پلان اعلان کړي، خو تمه ده چې دا به د لېبرال وکیلانو تر بېړنۍ غونډې چې د چهارشنبې په ورځ کیږي، مخکې وشي.

ګلوب اینډ میل راپور ورکړی چې لا روښانه نه ده چې ټروډو به سمدلاسه استعفا وکړي او که تر هغه وخته به د لومړي وزیر په توګه پاتې شي چې یو نوی لېبرال مشر وټاکل شي.

اخوا اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې په دې وروستیو کې د ټروډو حکومت د توکو د ګرانوالي او نورو مسایلو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه