رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ هوډ لري چې، د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د لوړې تر مراسمو وروسته سم د لاسه د کډوالۍ قوانین سخت کړي.
د ټرمپ له دغه پلانه یوې خبرې سرچینې رویټرز ته ویلي: «موږ به په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړو. تاسو به په نیویارک او میامي کې د نیولو پېښې وګورئ.»
سرچینې دغه خبرې شیکاګو کې د کډوالۍ د سترو عملیاتو په تړاو د وال سټریټ ژورنال د راپور په غبرګون کې کړې دي.
رویټرز لیکي چې، دغه عملیات به یوه اونۍ دوام وکړي او د دې چارې لپاره به له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسان و ګومارل شي.
د ټرمپ د واک د لېږد ډلې تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو موضوع د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یوه له اصلي لومړیتوبونو وه.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ویلي و: «د لوړې تر مراسمو څو شیبې وروسته به د امریکا په تاریخ کې د ایستلو تر ټولو ستر عملیات پیل کړو.»
راپور کاږي چې، ټرمپ به د ستر شمېر کډوالو د ایستلو لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.
په دې اړه مو اندونه