Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه کې اوربند تر ۹۶ ساعته پېچلو خبرو وروسته پلي شو

امریکایي چارواکي وایي، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هوکړه تر ۹۶ ساعته پېچلو خبرو وروسته وشوه. 

رویټرز راپور ورکړی چې، منځني ختیځ لپاره د جو بایډڼ استازي برېټ مک ګورک د امریکایي پلاوي د مشر په توګه د روانې جنوري له ۵مې راهیسې پر دغې پېچلې هوکړې کار کړی دی. 

راپور کې راغلي چې، حماس او اسراییل ترمنځ دغه هوکړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پرله‌پسې ګواښونو له امله چټکه شوه. 

ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د نوموړي د لوړې تر مراسمو وړاندې برمته‌ شوي کسان خوشې نشي، نو منځني ختیځ ته به درانه زیانونه و رسېږي. 
 
د حماس او اسراییل ترمنځ خبرو اترو کې یو له اساسي خنډونو د حماس له لوري د برمته‌ شویو کسانو د کره شمېر او نومونو نه شریکول وو، خو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې حماس د دغو یرغمل شویو نوملړ شریک کړ او دغه خبرې یې ګړندۍ کړې. 

د دې هوکړې لمخې به اسراییلي یرغمل شوي د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي. 

دغه هوکړه د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب تر ۱۵ میاشتو جګړې وروسته رامنځته شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه