Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیې حکومت په یوه هوټل کې د اورلګېدو په قضیه کې ۹ تنه نیولي

ترکیې د سکای ریزورټ په هوټل کې د اور لګېدو په قضیه کې چې ۷۶ کسان پکې مړه و، نهه کسان نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا د چهارشنبې په سهار ویلي، د لوېدیځې ترکیې په سکای ریزورټ نومې هوټل کې د اورلګېدو له امله، چې ۷۶ کسان پکې مړه او لسګونه نور ژوبل دي، نهه کسان نیول شوي دي، چې د هوټل خاوند هم پکې شامل دی.  

یرلیکایا زیاته کړه چې د ۴۵ قربانیانو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي او د پاتې جسدونو د پیژندنې لپاره د عدلي طب په انسټیټیوټ کې DNA معاینې روانې دي.  

دغه هوټل، چې دا پېښه پکې رامنځته شو، نن (چهارشنبه) په خپره شوې اعلامیه کې پر دغې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د پلټنو په ټولو برخو کې به له چارواکو سره بشپړه همکاري کوي.  
په اعلامیه کې راغلي: «موږ له چارواکو سره کار کوو ترڅو د دې پېښې ټول اړخونه روښانه شي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندو او په دې غم کې له ټولو سره ځان شریک بولو .»  

د رویټرز د راپور لمخې، د هوټل مسوولین د امنیتي تدابیرو په اړه له نیوکو سره مخ دي، ځکه چې د ژوندي پاتې شویو کسانو په وینا، د پېښې پر مهال د اور خطر زنګونه نه وو چالان شوي.  

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې پېښې په تړاو نن (چهارشنبه) د ملي ویر ورځ اعلان کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه