Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کُمب مېلې په ګڼه ګوڼه کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هند کې د کمب مېلې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه اوه کسان مړه او لس نور ټپیان دي. 

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په شمالي هند کې د مها کمب مېلې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه اووه کسان مړه او شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان دي.

دغې مذهبي فیستیوال چې د شپږو اونیو لپاره په اتراپردیش ایالت کې کیږي د هندو مذهبو تر ټولو لوی مذهبي فیستیوال ګڼل کیږي او اوس یې د هغوی په وینا، تر ټولو وروستۍ غوره ورځې دي.

د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، پر اېکس له هغو کسانو سره خواخوږي کړې چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، خو د مړو د کره شمېرې یادونه یې نه ده کړې.

هغه ویلي: "سیمه ییزه اداره د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره له هر ممکنه لارې هڅه کوي." 

 د اتراپردیش ایالت یوه لوړپوړي چارواکي، ادتیانات ویلي، وضعیت کنټرول شوی، خو لا هم ګڼې ډلې راټولې دي.

د دغه ایالت یوه بل لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، و ویل: "په دې ګڼه ګوڼه کې له اوو زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي."  

خلک د دغو مراسمو پرمهال د ګنګا او جمنا سیندونو په اوبو کې غسل کوي.

د شمېرو لمخې، سږکال په دغو مراسمو کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کسانو برخه اخیستې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه