د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ژغورونکې بشرپاله مرستې، د دغه هېواد د بهرنیو ځنډولو شویو مرستو له نوملړه معاف کړې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مارکو ربیو ویلي چې، د درې میاشتو په لړ کې به ټولو ژغورونکو مرستو ته اجازه ورکړل شي.
د رویټرز د راپور په یوې برخه کې راغلي:«روبیو ژغورونکې بشري مرستې لکه اړین درمل، طبي خدمتونه، خواړه، سرپناه او د معیشت مرستې، اکمالات او مناسب اداري لګښتونه چې، د دا ټول مرستو لپاره اړین دي تعریف کړل.»
په همدې حال کې اقتصاد وزارت د امریکا د دغې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې ده چې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل پياوړتیا ته چمتو دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«موږ غواړو هغه مرستې چې، د روغتیا، ښوونې، کرنې، بېخبنا او له پېښو سره د مبارزې او همدارنګه ټولنیز خوندیتوب په برخو کې شاملېږي، ټول دې له ځنډولو څخه معاف شي او د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړل شي.»
افغانستان هم د ټولو هېوادونو په څېر، د روغتیايي اړتیاوو د تامین او د ځينو هېوادوالو د بنسټيزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړۍ بشري مرستو ته په جدي توګه اړتیا لري.
د اقتصادي چارو شنونکی، قطبالدین یعقوبي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د دغو مرستو دوام یا د روغتیا، ښوونې او روزنې او د خوراکي توکو په برخو کې د مرستو استثنا کول، کولای شي چې، د هېواد د وضعیت په ښهوالي کې ښه رول ولوبوي.»
تر دې مخکې، اقتصاد وزارت ویلي و چې، د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو له امله د ۵۰ مرستندویه بنسټونو فعالیتونه درول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه