د امریکن ایرلاینز هوایي شرکت د یوې مسافر وړونکې الوتکې او د امریکایي پوځ د یوې بلک هاک چورلکې د ټکر له امله تېره شپه (چهارشنبې) لسګونه تنه مړه شوي دي.
دغه پېښه د واشنګټن د ریګان ملي هوایي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی چې، په دغه الوتکه کې ۶۴ کسان سپاره وو.
امریکایي چارواکو تر دې مهاله د قربانیانو کره شمېر نه دی اعلان کړی، خو د کانزاس ایالت سناتور، راجر مارشال ویلي، ښایي د الوتکې ډېری سپرلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
هغه په یوه خبري غونډه کې و ویل: «په یوه شیبه کې د ۶۰ کانزاسي وګړو مړینه، ریښتیا هم دردوونکې ده.»
راپور کې راغلي چې، تر دې مهاله د ۱۸ تنو جسدونه له اوبو را ایستل شوي دي.
پنټاګون هم ویلي چې، د دې پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیا د پوځي چورلکې او هوایي ټرافیکو پر مسوولینو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې، "اسمان پاک و، د الوتکې څراغونه روښانه وو، ولې چورلکه ښکته یا پورته شوې نه ده او ولې یې لوری نه دی بدل کړې؟"
راپور کې راغلي چې، په بلک هاک پوځي چورلکه کې درې کسان سپاره وو.
په دې اړه مو اندونه