Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا ته له کاناډا، مکسیکو او چین پر واردېدونکو توکو تعرفه لوړه شوه

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، د کاناډا او مکسیکو پر سوداګریزو توکو یې ۲۵ سلنې او له چین واردېدونکو توکو یې ۱۰ سلنې تعرفه نن (یکشنبه) پلي کړه.

هغه ویلي چې یوازې د کاناډا پر نفتو به د اوس لپاره تعرفه لس سلنې وي.

د امریکا ولسمشر ویلي، دغه ګام یې امریکا کې د نړۍوال بېړني اقتصادي وضعیت د واک د قانون لمخې چې، د ناقانونه کډوالۍ او د نشه یي توکو د قاچاق له ګواښ سره مخ ده، کړې ده. 

د دغه قانون لمخې د امریکا ولسمشر کولای شي د ملي بېړني وضعیت پر مهال د تعرفو لوړولو، معاملو بندولو او د بهرنیو بنسټونو پر وړاندې چې د امریکا ملي ګټو ته ګواښ پېښوي، د اقتصادي ګامونو پورته کولو په ګډون په نړۍواله سوداګرۍ کې بدلون رامنځته کړي. 

د ټرمپ په خبره، پر کاناډا، مکسیکو او چین یې دا تعرفه د ناقانونه کډوالو او نشه یي توکو د قاچاق د ګواښونو له امله لګولې ده. 

هغه ویلي، د مکسیکو او کاناډا پر سوداګریزو توکو به دا تعرفه تر هغو لګېدلې وي څو دغه دواړه هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ او د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي پر برخه کې ګامونه پورته کړي.

ټرمپ ویلي: « ما د کمپاین پر مهال د ناقانونه کډوالو د لوړې کچې او نشه یي توکو د قاچاق د بندلو ژمنه کړې وه او امریکایانو هم په پراخه کچه د دې اقدام ملاتړ کړی دی.»

د امریکا ولسمشر تېره ورځ ویلي و چې چین، مکسیکو او کاناډا د دې تعرفې پر وړاندې هیڅ هم نشي کولای.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه