Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراقچي: ځیرک خلک د ستر فشار پر ځای له سترې هوښیارۍ کار اخلي

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر ایران د امریکا "ستر فشار" ناکامه تجربه بللې او زیاته کړې یې ده چې،  تکرارول به یې یوازې "ستر مقاومت" ته لار هواره کړي. 

عباس عراقچي ویلي، ځیرک خلک د "ستر فشار" پر ځای، "ستره هوښیاري" غوره کوي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « د ستر فشار تګلاره ناکامه ده. که دا دوام ومومي، یواځې به ستر مقاومت رامنځته کړي. هوښیار خلک باید د سترې هوښیارۍ لار غوره کړي.»

هغه زیاته کړې چې، ایران اټومي وسلو د نه خپرولو تړون ته ژمن دی او په خبره یې، دغه هېواد وار د مخه په ښکاره ویلي چې، په هیڅ راز شرایطو کې به د اټومي وسلو د جوړولو او ترلاسه کولو هڅه ونه کړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تېرې سه شنبې پر ورځ پر ایران د "ستر فشار" کمپاین یوځل بیا پیل کړ.

عراقچي ویلي: « د ایران د اټومي وسلو د نه لرلو عملي تضمینونه اسانه دي، خو که دا هم تضمین شي چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو په ګډون د دغه هېواد پر وړاندې دښمنانه اقدامات په اغېزناکه توګه پای ته ورسېږي.»

پر ایران د امریکا دغه "ستر فشار" د دغه هېواد د تېلو صادرات صفر ته رسوي او اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران مخه نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه