د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کولو په تړاو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څرګندونو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د دریځونو هرکلی کړی او د فلسطین د موضوع په برخه کې یې د هڅو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اسراییل له لوري د فلسطین پر وړاندې له "روانو جرمونو د پام اړولو" لپاره هر ډول څرګندونې رد کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي: « دغه افراطي، اشغالګر ذهنیت نه پوهېږي چې د فلسطین مقدسه ځمکه د فلسطیني ورور ولس لپاره څه مانا لري او له دې خاورې سره څه عاطفي، تاریخي او حقوقي تړاو لري. دغه ذهنیت دا هم نه مني چې فلسطینيان د ژوند کولو حق لري، ځکه یې له انساني احساس او اخلاقي مسوولیت له پامه غورځولو سره د غزې تړانګه په بشپړ ډول ویجاړه کړه، له ۱۶۰ زرو ډېر کسان یې و وژل او ټپيان کړل، چې ډېری يې ماشومان او مېرمنې وې.»
د غزې د نیولو او له دغې تړانګې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر وړاندیز وروسته د اسراییل لومړي وزیر ویلي و چې فلسطینیان دې سعودي عربستان ته و لېږدول شي.
سعودي عربستان بیا دغه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې فلسطینیان په غزه کې کډوال نه دي چې هر وخت اسراییل وغواړي، له خپلې سیمې و وځي.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د دې افراطي مفکورو پلويان هماغه کسان دي چې د حقیقت، عدالت، قانون او د ملګرو ملتونو د منشور ارزښتونو په ځانګړې توګه په عزت سره پر خپله ځمکه د انسان د ژوند کولو حقونو له پامه غورځولو سره یې، له سوله ییز ګډ ژونده په انکار، د عرب هېوادونو د سولې ابتکاراتو په ردولو، او له ۷۵ کلونو راهيسې د فلسطیني ولس پر ضد د سیسټماټیکو ظلمونو په ترسره کولو سره یې اسراییل د سولې له منلو منع کړي دي.»
دغه هېواد د اسراییل او فلسطین د دوو دولتونو جوړولو له لارې پر تلپاتې سولې په ټینګار سره ویلي، چې د فلسطینیانو حقونه به پر ځای پاتې شي او هیڅوک به یې ترې وانخلي.
تر دې وړاندې د قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او فلسطین په ګډون د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي و چې دغه راز ګام به سیمه کې بې ثباتي رامنځته کړي او جګړې ته به لار هواره کړي.
په دې اړه مو اندونه