Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ او ماسک د امریکا نړۍواله پراختیايي اداره مفسده وبلله

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ او د ټېسلا شرکت مشر او په ښې حکومتولۍ کې د ټرمپ سلاکار اېلن ماسک په یوه تازه خبري غونډه کې یو ځل بیا پر USAID ادارې نیوکه کړې ده.

دواړو په دغه خبري غونډه کې ویلي، د بهرنیو مرستو دغه اداره ناکاره او رشوت خوړونکې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، ماسک په دغه خبري غونډه کې منلې چې د دغې ادارې ځینې کارونه ارزښتناک و خو په ټولییز ډول یې کارونه له شکونو ډک دي.

هغه د ټاکنو پر مهال هم د دغې ادارې ځینو کړنو ته د شک په سترګه کتلي دي.

په دغه خبري غونډه کې، ټرمپ د اېلن ماسک له فعالیتونو هم ستاینه کړې چې د حکومت د کارونو په مؤثریت کې بشپړه ونډه لري او رښتینولي یې ډاډمنه کوي.

د امریکايي مرستو له بندیز وروسته په ډېری هېوادونو کې هغه ادارې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې فعالیتونه یې پر دغو مرستو ولاړ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه