Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوریې بهرنیو چارو وزیر نن فرانسې ته ځي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د نړۍوال کنفرانس لپاره فرانسې ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې بهرنیو چارو وزیر، اسعد حسن الشیباني، نن (پنج‌شنبه) پاریس کې په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ فرانسې ته سفر وکړي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه کنفرانس کې سیمه‌ییز او لویدیځ قدرتونه هڅه کوي چې سوریه په حساس انتقالي پړاو کې خوندي وساتي.

دا به اروپایي ټولنې ته د حسن الشیباني لومړنی سفر وي.

یوه فرانسوي چارواکي رویټرز ته ویلي، دغه کنفرانس د سوریې د ثبات لپاره یوه هڅه ده. 

د راپور لمخې، د ترکیې، لبنان او سعودي عربستان په ګډون به د سیمې هېوادونو وزیران له خپلو لویدیځو سیالانو سره دغه کنفرانس کې ګډون وکړي، خو له امریکا به یوازې یو ټیټ‌پوړي ډیپلوماتیک پلاوي ګډون وکړي. 

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه کنفرانس سوریه کې د واک د سوله‌ییز انتقال، د سوریې د حاکمیت او امنیت د تامین، او بشردوستانه مرستو او اقتصادي ملاتړ لپاره د سوریې د ګاونډیو او اصلي متحدینو د هڅو په موخه جوړیږي. 

تر کنفرانس وړاندې به نړۍوال مرستندویه هېوادونه د سوریې وروستی بشري وضعیت په ځانګړې توګه د دې هېواد شمال د ختیځو سیمو وضعیت چې د امریکا د مرستو بندیز پرې منفي اغېز کړی، و ارزوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه