Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلینسکي متحده عربي اماراتو ته تللی دی

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه سفر داسې مهال کیږی چې په نږدې راتلونکې کې د روسیې او اوکراین د جګړې پر سر مذاکرات کېدونکې دي.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ تېرې اونۍ وړاندیز وکړ چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به په سعودي عربستان کې وګوري.

متحده عربي امارات، د سولې خبرو اترو لپاره د ممکنه ځایونو په توګه ځکه وړاندې شوي دي چې د روسیې او اوکراین د کډوالو لویه برخه چې له جګړې وروسته په دغه هېواد کې میشت دي.

دغه هېواد د دواړو هېوادونو د بندیانو د تبادلې لپاره د مذاکراتو هېواد هم و.

زیلینسکي د جرمني په مونیخ کې په امنیتي کنفرانس کې له ګډون وروسته ابو ظبۍ ته رسېدلی دی.

دغه خبرې وروسته له هغې کیږي چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ هم پر دغو مذاکراتو ټینګار کړی او یادونه یې کړې چې ولادیمیر پوتین او زېلینسکي دواړه د جګړې د پاېته رسېدو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه