Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فلسطینیان د غزې په ویجاړیو کې د نوي ژوند د بیا پیل څرک لټوي

وروسته له هغې چې اوسنی اوربند څه دوام کړی، د ملګرو ملتونو د معلوماتو لمخې، نږدې ۶۰۰ زره فلسطینیان د غزې شمال ته بېرته ستانه شوي. 

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ستانه شوي کسان وايي، اوس څه نا څه د ارام احساس کوي خو اندېښنه یې په ویجاړیو او کنډوالو کې ژوند کول دي.

د شپږو اونیو اوربند د شنبې په ورځ پایته رسېږي او څرګنده نه ده چې تر دې وروسته به څه پېښ شي خو هڅې روانې دي چې اوربند وغځول شي.

د نړۍوال بانک، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د تېرې اونۍ راپور اټکل کړی چې د غزې د بیا رغونې لپاره شاوخوا ۵۳ میلیارده ډالرو لګولو ته اړتیا ده، ځکه د اسرائیل بمبارۍ او پوځي عملیاتو ټوله سیمه ړنګه کړې.

خو راپور وايي، دا وخت په غزه کې د بیارغونې لپاره نه ظرفیت شته او کافي امکانات او وسایل.

په غزه کې د اوس لپاره د ژوند شرایطو سمدستي ښه کول، یو لومړیتوب دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه