Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فېبرورۍ په وروستیو شپو کې په اسمان کې ستوریز کاروان جوړیږي

د فبرورۍ میاشتې په پای کې ۷ ستوري په یوه کتار وي چې دغه ښکارندې ته ستوریز کاروان هم وايي.

ساینس پوهان وايي، په دوی کې ډېر کم له کومې ځانګړې وسیلې پرته په سترګو لیدل کیږي.

دا ډول ستوریز کاروان هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې څو ستوري په یوه وخت د شپې په اسمان کې په یو لوري سره نږدې راښکاره شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ناسا له قوله وايي، دا ستوري په مستقیمه کرښه نه وي، خو د لمر په یوه څنډه سره ور ټول وي چې کتار یې جوړ کړی وي.

دا اسماني پیوستون نسبتاً عام دی او لږ تر لږه هر کال یو ځل پیښېږي چې د ستورو شمېر هم پکې کم او زیاتیږي.

 د ناسا د معلوماتو لمخې، د څلورو یا پنځو ستورو کتار چې له ټلیسکوب پرته د سترګو په نورماله لید ښکاري، هر څو کاله وروسته راڅرګنديږي.

تېر جون میاشت کې هم را څرګند شوي وو، خو یوازې د دوو ستورو کتار و او جنورۍ کې هم شپږ ستوريز کتار راښکاره شوی و، چې له ډلې یې څلور په سترګو لیدل کېدل.

اوس په فېبروري کې د عطارد ستوري په کمرنګه لیدل کېدو، دا لړۍ بشپړیږي.

دا میاشت بیا یوازې، زهره، مریخ او مشتري له دغې کتاره له ټلېسکوب پرته په سترګو لیدل کېدای شي.

کم‌روښانه زحل او عطارد افق ته نږدې وي چې په لیدو کې یې ستونزه وي او یورانوس او نیپتون بیا د دوربینونو او ټیلسکوپونو له لارې لیدل کېدای شي.

که غواړئ دا ستوریز کاروان و وینئ نو د ماښامي وروسته له وریځو پاک راڼه اسمان ته ودریږئ.

سیارې به د کوچنیو ستورو پرتله روښانه ښکاري او مریخ به د سور نارنجي ټکي په څېر معلومېږي.

اسوشیټېډ پرېس وايي، د ستورپېژندنې ځانګړي اپلیکیشنونه هم کولی شي له تاسې سره د دغه ستوریز کاروان د موندلو برخه کې مرسته وکړي.

دغه ستوریز کاروان بیا په تدریجي ډول د پسرلي په رانږدې کېدو سره له نظره پناه کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه