Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍواله څېړنه: تر ۲۰۵۰ پورې به په لویانو کې چاغښت کچه ۶۰ سلنې لوړه شي

یوې نوې نړۍوالې څېړنې د چاغښت د زیاتېدو جدي ناورین ته اشاره کړې ده.

دغې څېړنې وړاندوېنه کړې چې که بیړني اقدامات و نه شي، تر ۲۰۵۰ کال پورې به نږدې ۶۰ سلنې بالغ کسان او درېیمه برخه ماشومان له چاغښت یا د وزن له زیاتوالي سره مخ شي.

دا څېړنه، چې د سې شنبې په ورځ د لانسټ طبي ژورنال له لوري خپره شوې، د ۲۰۴ هېوادونو معلوماتو ته په کتو، چاغښت د ۲۱مې پېړۍ له جدي روغتیایي ننګونو څخه بلل شوی دی.

د څېړنې لمخې، په ۱۹۹۰ کال کې د هغو کسانو شمېر، چې وزن یې زیات یا چاغ و، ۹۲۹ میلیونه و، خو دا شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۲.۶ میلیاردو ته لوړ شوی دی.

که همدا حالت دوام وکړي، څېړونکي وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۵۰ پورې به دا شمېره ۳.۸ میلیاردو ته ورسېږي، چې د نړۍ د لویانو د نفوس نږدې ۶۰ سلنې جوړوي.

څېړونکو خبرداری ورکړی چې د نړۍ روغتیايي سیستمونه به د دغه ناورین له امله له سخت فشار سره مخ شي، ځکه چې تمه کېږي تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ د چاغو خلکو شاوخوا څلورمه برخه له ۶۵ کلنۍ پورته وي.

د څېړنې موندنې ښيي چې له نیمایي زیات چاغ یا د وزن له زیاتوالي سره مخ لویان یوازې په اتو هېوادونو کې دي، چې چین، هند، امریکا، برازیل، روسیه، مکسیکو، اندونیزیا او مصر دي.

روغتیاپالانو له حکومتونو غوښتي چې د دغه ناورین د مخنیوي لپاره پرېکنده اقدامات وکړي.

د دغې څېړنې یوې ګډونوالې او د اسټرالیا د مېرډاک د ماشومانو د څېړنیز انسټیټیوټ څېړونکې، جسیکا کر، ټینګار کړی چې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره پیاوړې ژمنتیا ته اړتیا ده.

هغې زیاته کړې چې پالیسۍ باید د خوړو د ښه والي، فزیکي فعالیت ته د هڅونې، او د ژوندانه د شرایطو د ښه کولو پر محور متمرکزې شي او "د رژیمونو بدلون ډېر مهم دی."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه