Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍ کې له روژې هرکلی؛ اسلامي هېوادونه د روژې میاشت په ځانګړو بڼو نمانځي

د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو، د نړۍ بېلابېل هېوادونه د خپلو ځانګړو دودونو او کلتورونو له مخې د دغې میاشتې هرکلی کوي.

په ځینو هېوادونو کې واټونه او جوماتونه د رنګارنګو څراغونو او په ځانګړو تزئیني (سینګاري) وسایلو ښکلي کېږي او د ښارونو فضا معنوي بڼه خپلوي.

همداراز، په ډېرو اسلامي هېوادونو او مسلمان مېشتو ټولنو کې د روژه ماتي د لویو مراسمو، اړمنو ته د مرستو رسولو او د خوراکي توکو د وېش له لارې دا مبارکه میاشت نمانځل کېږي.

په قطر کې له ګڼې ګوڼې ډک بازار په تزئیني څراغونو سره د خوښې فضا جوړه کړې ده او په  هټيو کې د اړتیا وړ توکي په مناسبو بیو سره د لاسرسي وړ دي. دغه راز، د قطر د وسله‌والو ځواکونو له خوا د روژه ماتې د توپ ډز، د قطري وګړو لپاره ځانګړې شېبې ګڼل کېږي.

 قطری وګړی معتز محمد په دې هکله وايي:«د خلکو دا ګڼه ګوڼه او هغه برکتونه چې نازلېږي ښکلي دي. لکه څنګه چې تاسو ګورئ، بازار ډک دی او ټول خلک خپل توکي پېري، خلک خوشحاله دي، او البته روژه د خوښۍ لپاره ده.»

په غزه کې، فلسطینیان د کنډوالو په منځ کې سره راټولېږي، او کورنۍ د روژه ماتې لپاره اذان ته په تمه دي. 

 د غزې د روژه ماتي د مراسمو یو تنظیمونکي ولید عبدالوهاب وویل:«نن یوه ډېره ستره ورځ ده؛ ځکه چې موږ تر ۵ زرو زیات کسان مېلمانه کړي دي او هغوی ته مو روژه ماتی برابر کړی دی. نن ورځ موږ په دغو کنډوالو او ورانیو کې د خلکو په څېرو کې خوشحالي راولو.»

په پاکستان کې هم مسلمانان په روژه کې ځانګړي مراسم او د روژه ماتي پروګرامونه لري.

پاکستانی وګړی سید افتاب په دې هکله څرګندوي:«زه دلته راغلی یم، چې روژه ماتي ته توکي وپېرم. زموږ ماشومان سمبوسې، پکوړې او ورته نور خواړه ډېر خوښوي.»

په اندونیزیا کې چې له ۹۰سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي، د روژې میاشت په ډېرو لګښتونو سره پیلېږي. په بازارونو کې د بیو په لوړېدو سره، د اندونیزیا ډېری خلکو په انلاین بڼه د توکو پېرلو ته مخه کړې ده.

 اندونیزیایی وګړی سوسیلاواتی په دې اړه څرګندوي:«موږ توکي پېرو چې د روژې مبارکې میاشت ته ښه راغلاست ووایو. هر ځل چې روژه را نږدې کېږي، موږ خوښوو، چې د پېشلمي لپاره خواړه پاخه کړو او د لومړۍ ورځې لپاره باید ځانګړي خواړه ولرو.»

په مصر کې هم بازارونه له ګڼې ګوڼې ډک دي او خلک د روژې میاشتې لپاره تزئیني وسایل او فانوسونه پېري. ځینې مسلمانان له فانوسونو د خپلو کورونو د ښکلا لپاره کار اخلي.

مصری وګړی سید شرکاوي څرګندوي:«بیې ۵۰ سلنه لوړې شوې دي او تقاضا لږ تر لږه ۵۰ سلنه کمه شوې ده. اوس تر ډېره د مصري محصولات لپاره تقاضا زیاته ده؛ ځکه چې د چینايي محصولات بیې لوړې شوې دي.»

روژه داسې ځانګړې اداب او دودونه لري، چې د کال له نورو میاشتو یې بېلوي. له دې سره سره، مسلمانان په بېلابېلو سیمو کې او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې له خپل کلتور سره سم، ځانګړي اداب او دودونه لري، څو له دې میاشتې په غوره توګه ګټه پورته کړي. دا مراسم له یوه هېواده تر بل هېواده او ان له یوه ښاره تر بل ښاره توپېر لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه