د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) رییس جان رېټکلیف د چهارشنبې په ورځ وویل، امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول ځنډولي، چې دا کار د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي فشار زیاتوي څو د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د روسیې د سولې خبرو ته چمتو شي.
دا ځنډ، چې کولی شي د روسیې د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع وړتیا زیانمنه کړي، له هغې وروسته رامنځته شو چې امریکا د دې اونۍ په پیل کې له کیف سره خپل پوځي مرسته ودروله.
رویټرز خبري اژانس د ټرمپ له قوله راپور ورکړی، له زېلېنسکي یې لیک ترلاسه کړی اوکراین د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
"زه فکر کوم چې موږ به له اوکراین سره اوږه په اوږه کار وکړو، څو د موجوده تېري پر وړاندې مقابله وکړو، خو په ورته وخت کې نړۍ ته زمینه برابره کړو، چې د سولې مذاکرات مخته لاړ شي."
اخوا د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیوېټ هم تېره شپه له خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د اوس لپاره له اوکراین سره ټولې پوځي مرستې درېدلي او څرګنده نه ده چې تر څه وخته به دغه ځنډ دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه