د جرمني لومړي وزیر، اولاف شولڅ تېره ورځ ( پنجشنبه د مارچ ۶مه) د اوکراین په اړه د اروپايي ټولنې تر ځانګړې غونډې وروسته، د اروپا د وسلو شرکتونو د ادغام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې چې دا شرکتونه باید د اروپایي ټولنې د سیالۍ قوانینو له محدودیتونو پرته وکولای شي چې د یوځای کېدو فرصت ولري.
شولڅ ویلي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید وکولای شي چې د وسلو او تجهیزاتو په هغو پروژو کې برخه واخلي، چې د دغې ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې پلي کیږي.
د اروپايي هېوادونو مشرانو د بروکسل په غونډه کې د دفاعي لګښتونو پر زیاتوالي او په ځانګړې توګه د ډانلډ ټرمپ د سیاستونو بدلون له امله د نړۍول نظم د احتمالي ګډوډۍ په پام کې نیولو سره د اوکراین پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.
اروپایي هېوادونه اندښمن دي چې که د اوکراین جګړه پایته ورسیږي نو روسیه ښايي د اروپايي ټولنې پر کوم غړي هېواد برید وکړي او اروپا نور نشي کولای د امریکا پر ملاتړ ډاډمنه پاتې شي.
په دې اړه مو اندونه