ملګرو ملتونو د ښځو نړۍوالې ورځې په نږدې کېدو سره تېره ورځ (پنجشنبه) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو حقونه په نړۍواله کچه له بېسارو ګواښونو سره مخ دي.
دغه ګواښونه د تبعیض زیاتوالي او قانوني ملاتړ له کمېدو نیولې تر هغو بودیجوي محدودیتونو چې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره ځانګړې شوې وې، په ګوته شوې دي.
"له بیجینګ ۳۰ کاله وروسته، د ښځو پر حقونو بیاکتنې" په نوم دغه راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې یوه پر څلورمه برخه حکومتونه د ښځو د حقونو په برخه کې کم راغلي دي.
د راپور لمخې د ځینو پرمختګونو سربېره، لا هم له ۹۰ کمو هېوادونو د یوې ښځې رهبري تجربه کړې ده. دغه راز شمېرې ښیي چې هرو ۱۰ دقیقو کې یوه ښځه یا نجلۍ د خپل ژوند د شریک یا د کورنۍ د کوم غړي له لوري وژل کیږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش ویلي، د ټولنې پرمختګ د ښځو او نجونو د پرمختګ پورې اړه لري.
ګوترش خبرداری ورکړی چې: «موږ نړۍ کې د مساوي حقونو د تروج پر ځای د ښځو پر ضد د توپیري چلن د پراختیا شاهدان یو. موږ باید یو ځای ودرېږو څو د بشر حقونه، برابري او د ټولو ښځو او نجونو پياوړتیا حقیقت وګرځي.»
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې نړۍ لا هم د ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.
تېرو لسو کلونو کې په جګړهځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو شمېر د اندېښنې وړ کچې ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو فعالان هره ورځ د ځورونې، شخصي بریدونو، او ان د مرګ له ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دې سازمان د ښځو څانګې اجرایه رییسه، سیما باهوس وایي: «د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتیا پر وړاندې پېچلي خنډونه شته خو موږ لا هم د قوي هوډ او عزم سره مخته ځو. ښځې او نجونې بدلون غواړي او دوی باید له دې څخه لږ څه ته قانع نه شي.»
هغې زیاته کړې چې ملګري ملتونه ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي.
په دې اړه مو اندونه