د ښځو نړۍوالې ورځې (مارچ اتمې) له رارسېدو سره سم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، دا مهال ۵۰ میلیونه نجونې په ټوله نړۍ کې د جنسي تاوتریخوالي قرباني دي.
"د نجونو موخې؛ تېرو ۳۰ کلونو کې د نجونو لپاره څه بدل شوي؟" تر سرلیک لاندې د یونیسف د راپور لمخې، له هر څلورو نجونو چې واده یې کړی یا په یوه اړیکه کې دي، یوې یې د خپل ژوند د ملګري له لوري تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
دغه راز نړۍ کې له ۱۵ تر ۱۹ کلونو له هر درېیو نجونو او هلکانو یو یې په دې باور دي چې نارینه په ځینو شرایطو کې د خپلو مېرمنو د وهلو او ټکولو حق لري.
یونیسف ویلي، سره له دې چې په تېرو درېیو لسیزو کې د پام وړ پرمختګونه شوي خو لا هم میلیونونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي، د راتلونکي لپاره نه چمتو نه دي او اړینو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
راپور کې راغلي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د نجونو ترمنځ د بېسوادۍ کچه نږدې نیمایي ته راکمه شوې خو لا هم ۵۰ میلیونه نجونې او ښځې نشي کولای یوه ساده جمله و لولي یا ولیکي.
راپور زیاتوي چې د ماشومانو د ودونو کچه راټیټه شوې خو لا هم له هرو پنځو نجونو یوه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي.
د ماشومانو په ودونو کې د کمښت تر ټولو ډېر پرمختګ په سویلي اسیا کې لیدل شوی خو په لاتینې امریکا او کارابین سیمو کې په تېرو ۲۵ کلونو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
د یونیسف اجراییه رییسې، کاټرین راسل ویلي: «نجونې د نړۍوال بدلون یوه پیاوړې سرچینه ده. که په مناسب وخت کې اړین ملاتړ ترلاسه کړي، کولای شي د دوامداره پرمختګ د موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي. د ښوونې، د مهارتونو زدهکړې، خوندیتوب، لازمو روغتیایي خدمتونو او تغذیې په برخه کې پانګونه کولای شي د دوی انرژي ازاده کړي او ټولنې کې مثبت بدلون راولي.»
یونیسف ویلي، تېرو ۲۰ کلونو کې له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر ۳۹ سلنې کم شوی خو لا هم ۱۲۲ میلیونه نجونې په ټوله نړۍ کې له زدهکړو بېبرخې دي.
په دې اړه مو اندونه