Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غزې په جګړه کې څه باندې ۱۲ زره ښځې وژل شوې دي

د فلسطین د بشري حقونو مرکز ویلي، د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه کې څه باندې ۱۲ زره او ۳۱۶ فلسطینۍ ښځې وژل شوې دي. 

دغه مرکز د ښځو نړۍوالې په مناسبت په خپل راپور کې ټینګار کړی چې ډېری ښځې "په وحشیانه ډول ټوټې ټوټې شوي یا ژوندۍ سوځول شوي"، چې ګواکې د دوی د هویت د بشپړ لمنځه وړلو هڅه شوې ده.

د راپور لمخې، د غزې ښځو د جګړې تر ټولو دروند بار اوچت کړی؛ ډېریو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي، بې‌ځایه شوي او له نه جبران کېدونکو جسمي او رواني زیانونو سره مخ شوې دي.

د فلسطین د بشري حقونو مرکز د غزې د ټولو اوسېدونکو خوندیتوب په موخه د دایمي اوربند، بېړنۍ بشري مرستو، بهر ته د درملنې په موخه د ټپي شویو ښځو لېږدولو لپاره د سرحدي لارو پرانیستو او د غزې بیارغونې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د بېړنو اقدامونو غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز خبرداری ورکړی چې د کلابندۍ او سختو محدودیتونو دوام به د غزې بشري وضعیت لا خراب کړي او ښځې به لا هم د دې ناورین اصلي قربانیانې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه