Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سعودي عربستان غونډه کې د اوکراین د سولې دریځ ارزول کېږي

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي پلان لري د سې‌شنبې په ورځ د سعودي عربستان په غونډه کې د اوکرایني پلاوي سره وویني، څو وڅېړي چې آیا اوکراین حاضر دی د جګړې د پایته رسولو لپاره روسیې ته امتیازات ورکړي که نه؟  

دوو امریکايي چارواکو ویلي، دا لیدنه همداراز یو فرصت دی ترڅو د اوکراین د ټرمپ د حکومت سره د اړیکو ښه کولو لیوالتیا و ارزول شي.  

دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې تېره میاشت د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو لیدنه په سپینه ماڼۍ کې په لفظي شخړه واوښته.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو به د یکشنبې په ورځ د اوکرایني چارواکو سره د دوه اړخیزو مذاکراتو لپاره جدې ته سفر وکړي.  

په دغه غونډه کې به هغه له اندري یرماک، چې د زلنسکي لوړپوړی سلاکار دی او د امریکا د لوړپوړو چارواکو، لکه د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار، مایک والتز او استیو ویتکاف چې د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړی استازی دی، سره وویني.  

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هیله ښودلې چې په دغه غونډه کې به د پام وړ پرمختګونه وشي.  

له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي اعلان کړی چې د سولې د هڅو د دوام لپاره به سعودي عربستان ته سفر وکړي.  

هغه ویلي: «دا غونډ به هم سولې ته د نږدې کېدو او هم د اوکراین د دوامداره ملاتړ لپاره ګټوره وي.»  

د سعودي عربستان غونډه کولای شي د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د مذاکراتو برخلیک معلوم کړي. په داسې حال کې چې ټرمپ فشار راوړي چې اوکراین امتیازات ورکړي او زېلنسکي لا هم پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.  

ایا دغه غونډه به د جګړې د پایته رسېدو لار پرانیزي؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه