Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د نیول شوي فلسطیني مېرمن: باور مې نه کېده چې خلیل به ونیول شي

هغه فلسطینی محصل چې د حماس په ملاتړ امریکا کې نیول شوی، مېرمن یې نور عبدالله وايي ساده وه چې هغه یې جدي نه ګاڼه.

د امریکا د فدرالي ادارو له لوري د محمود خلیل تر نیولو دوه ورځې مخکې، دغه فلسطیني فعال او د کولمبیا پوهنتون محصل له خپلې مېرمنې وپوښتل که د کډوالۍ ادارې مامورین یې دروازې ته ورشي، دوی به څه وکړي؟  

نور عبدالله، چې له خلیل سره یې د واده دوه کلونه کیږي، و ویل، د خلیل دغې پوښتنې ته حیرانه شوې وه او ویلي یې و: د امریکا قانوني دایمي اوسېدونکي دي، نو ولې باید د داسې اندېښنه ولري؟  

"نور عبدالله چې د امریکا تابعیت لري او اوس یې اته میاشتې ماشوم په ګېډه دی، له رویټرز سره یې پخپله لومړنۍ مرکه کې ویلي:  «ښکاره ده چې زه ساده وم او د خلیل خبرې مې جدي و نه ګڼلې.»

د امریکا د کورني امنیت مامورینو د تېرې شنبې پر ورځ خلیل د نیویارک د منهټن په هغه اپارتمان کې ونیو چې د پوهنتون له خوا ورکړ شوی و.

پر هغه تورونه دي چې د فلسطیني ملاتړو لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه او دا تور هم پرې دې چې غزې ته یې څه پېسې هم استولې دي.

د چهارشنبې په ورځ نور عبدالله، چې ۲۸ کلنه ده او په نیویارک کې ډاکټره ده، د منهټن یوې محکمه کې په لومړي کتار کې ناسته وه، چیرې چې د خلیل وکیلانو قاضي ته و ویل د هغه نیول د امریکا د اساسي قانون د بیان ازادۍ حق نقضوي ځکه یوازې پر غزې د اسراييل د بریدونو غندنه یې کړې ده.  

نور عبدالله او خلیل په ۲۰۱۶ کال کې په لبنان کې له یو بل سره مخ شول او پېژندګلوي یې وشوه.

د هغه مهال و چې نور عبدالله د هغه رضاکاره پروګرام سره یوځای شوه چې محمود خلیل د سوریایي ځوانانو د تحصیلي بورسونو لپاره رهبري کاوه.

وروسته یې په ۲۰۲۳ کال کې په نیویارک کې واده وکړ.

نور عبدالله وايي، خلیل د نورو خیال ساتي او ډېر مهربان او رښتینی دی.

هغې زیاته کړه: د خلیل د زوی تر زېږېدو به خلیل خوشې شوی وي. "زما لپاره به ډېر دردونکی وي که زما مېړه د شیشې دیوال تر شا له خپل زوی سره وویني،" عبدالله زیاته کړه، خلیل زما د امېندوارۍ پر مهال ټول پخلی، کالي مینځل او پاکول.

د راپورونو پر بنسټ، ټرمپ له شواهدو پرته ویلي، ۳۰ کلن خلیل د حماس ملاتړ کړی او ادعا کوي چې د هغه حضور د "ملي او بهرني سیاست د ګټو خلاف" دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه