Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مودي: پاکستان د ناورین مرکز او د ترهګرۍ ملاتړی دی

د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، ویلي له پاکستان سره تړلو ترهګریز فعالیتونو یوازې هند نه، بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسولی دی.

هغه پاکستان د ترهګرۍ په صادرولو تورن کړی دی.

د هندي رسنیو د راپور لمخې، مودي څرګنده کړې: «په هر ترهګریز برید کې د پاکستان نښې لیدل کېږي. د بېلګې په توګه، اسامه بن لادن، چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه یې تنظیم کړي وو، چېرته پټ و؟ په پاکستان کې. اوس نړۍ منلې چې ترهګري او د ترهګرۍ فکر په پاکستان کې ژورې ریښې لري.»  

مودي پاکستان د «ناورین مرکز» بللی او د دې هېواد له چارواکو یې غوښتي چې «د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي او د سولې پر لور حرکت وکړي.»  

د مودي په وینا، ان د پاکستان خلک هم سوله غواړي، ځکه هغوی له کلونو راهیسې د کورنیو جګړو او ترهګریزو تاوتریخوالو له امله کړاو ګاللی دی.  

نرېندرا مودي د ۱۹۴۷ زیږیز کال د هند د وېش یادونه هم وکړه او دا یې د تاریخ له دردناکو او خونړیو دورو وبلله.  

مودي زیاته کړه: «کله چې پاکستان خپلې موخې ته ورسېد، زموږ تمه دا وه چې له موږ سره به سوله‌ییز ګډ ژوند وکړي، خو هغوی بیا بیا د دښمنۍ لار غوره کړه او زموږ پر ضد یې نیابتي جګړې پیل کړې.»  

د مودي دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې پاکستان هند د بلوچستان پر یوه ریل ګاډي د ترهګریز برید په ترسره کولو تورن کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه