Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیسف: یو میلیون فلسطیني ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي

یونیسف وايي د اسراييل له لوري د بشري مرستو بندیز د نږدې یو میلیون فلسطیني ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې اسراييل د بشري مرستو د مخنیوي له لارې نږدې یو میلیون فلسطیني ماشومان له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.  

یونیسف د څښلو پاکو اوبو، خوراکي توکو او درملو سخت کمښت ته په اشاره، غزې ته د غځېدلو لارو د سمدستي پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.  

د یونیسف د منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمه‌ییز مشر، ادوارد بیګبدر، چې په وروستیو کې یې لویدیځ تړانګه او غزې تړانګې ته څلور ورځنی سفر کړی، ویلي: "که بشري مرستې ونه‌رسېږي، نږدې یو میلیون فلسطیني ماشومان به بیا هم له خپلو اساسي ژوند اړتیاو بې‌برخې شي."  

نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا ۲.۴ میلیون فلسطیني ماشومان د اوسني کړکېچ له امله اغېزمن شوي دي .  

یونیسف د فلسطیني ماشومانو لپاره د ژغورونکو مرستو د سمدستي لېږد غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دې مرستو د مخنیوي هېڅ توجیه نشته.  

بیګبدر همداراز د جنین په کمپ کې له بې‌ځایه شوو مېندو او ماشومانو سره کتلي او د دوی وضعیت یې دردناک بللی: "دا ماشومان له تاوتریخوالي، وېرې او د زده‌کړو د ګډوډۍ له ستونزو کړېږي. دوی خیرات نه‌غواړي، بلکې د خپلو حقوقو درناوی او خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو امکان غواړي."  

هغه ټینګار کړی: "په دې ناورین کې لسګونه زره ماشومان وژل شوي یا ټپیان دي. موږ باید اجازه ور نه‌کړو چې دا وضعیت د قربانیانو شمېر نور هم لوړ کړي."  

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسراييل بریدونو کې لږ تر لږه ۶۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه