Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراییل غزه کې له تېرې شپې راهیسې ۵۸ فلسطینیان وژلي دي

غزه کې د اسراییلو د تېرې شپې او نن (پنجشنبه) سهار بریدونو کې لږ تر لږه ۵۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې دغو بریدونو کې تېره شپه ناوخته داسې مهال ځینې کورونه په نښه شوي چې نارینه، ښځې او ماشومان ویده وو. 

بل‌خوا، د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي، یوازې د تېرې سه‌ شنبې په بریدونو کې څه باندې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

تر دې مهاله د حماس له لوري د کوم برید خبر نه دی ورکړ شوی.

تېره ورځ (چهارشنبې) اسراییلي ځواکونه جنوري کې تر اوربند راهیسې د لومړي ځل لپاره غزې ته ننوتلي او د ځینو هغو لارو کنټرول یې ترلاسه کړی چې د غزې شمالي او جنوبي برخې سره جلا کوي.

پر دې سربېره، اسراییل چې غزه کې پر شاوخوا ۲ میلیونه فلسطینیانو خواړه، سون‌ توکي او بشري مرستې بندې کړي، وایي، دغه عملیات به تر هغه دوام ولري، تر څو حماس پاتې ۵۹ برمته شوي کسان خوشې او د سیمې کنټرول پرېږدي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه