Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر غزې د اسراییل ننیو بریدونو کې ۳۰ تنه وژل شوي

د حماس غورځنګ چارواکي وايي، چې د اسراییل د هوایي بریدونو په پایله کې د غزې تړانګې په سوېل کې، د دغه غورځنګ یو مخکښ سیاسي مشر صلاح‌الدین بردویل، وژل شوی دی.

د حماس اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د خان‌یونس سیمې په برید کې، براویل له خپلې مېرمنې سره یو ځای ژوند بایللی دی.

تراوسه د اسراییلي چارواکو له لوري په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې نن (یکشنبه، د وري ۳) د اسراییل د بریدونو له امله د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

بل لور ته، د اسراییل د پوځ ویاند د رفح لوېدیځو اوسېدونکو ته د تخلیې خبرداری ورکړی دی.

حماس، اسراییل د جنورۍ میاشتې د اوربند د هوکړې پر سرغړونې تورن کړی او وايي چې تل‌ابیب د جګړې پای ته رسولو او له غزې د خپلو سرتېرو ایستلو لپاره له مذاکراتو انکار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه