رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس نن (جمعه) داسې مهال ګرینلنډ ته سفر کوي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغې جزیرې د نیولو په هڅه کې دی.
ونس به دغه سفر کې د ګرینلنډ شمال ته د امریکایي ځواکونو له یوې اډې د لیدو تر څنګ که څه هم د ګرینلنډ او ډنمارک له لوري د سپیانو یوې سیمه ییزې سیالۍ ته نه دی بلل شوی، خو دغه سیالۍ کې به ګډون وکړي.
نوموړي سره دغه سفر کې خپله مېرمن او د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک ولټز مل دي.
خو ګرینلنډ چې د مارچ ۱۱مې تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت جوړولو ته په تمه دی، لومړي وزیر یې دغه سفر "پارونه" بللې ده.
د ډنمارک لومړي وزیر هم له دغه سفر سره مخالفت ښودلی و خو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر د امریکا له لوري د دې سفر د تازه پلان سره هوکړه کړې ده.
تر دې وړاندې ډانلډ ټرمپ بیا بیا د ګرینلنډ د نیولو خبره کړې وه او زیاته کړې یې وه چې دغې سیمې ته د نړۍوال امنیت لپاره اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه