د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي شمکاني وایي، که بهرني فشارونه دوام وکړي نو په خبره یې، ایران به د اټومي انرژۍ له نړۍوالې ادارې سره همکاري پایته و رسوي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی و چې که له ایران سره اټومي هوکړې ته ونه رسیږي نو پوځي اقدام به وکړي.
علي شمکاني ویلي: «دوامداره بهرني فشارونه او د ایران پر وړاندې پوځي اقدامونه به د اټومي انرژۍ له نړۍوالې ادارې د تهران د وتلو په ګډون بدو پایلو ته لار هواره کړي.»
د رویټرز د راپور لمخې، د ایران او امریکا ډیپلوماټان به د راتلونکې شنبې پر ورځ عمان کې پر اټومي هوکړې خبرې پیل کړي.
که څه هم امریکا ویلي چې دغه خبرې به په مستقیم ډول وي خو ایران وایي، له امریکایي پلاوي سره به د عمان د بهرنیو چارو وزارت له لارې خبرې وکړي.
لویدیځ هېوادونه په دې باور دي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره تر اړتیا زیات یورانیم غني کوي خو ایران وایي، یورانیم د انرژۍ د تولید په موخه غني کوي.
په دې اړه مو اندونه