د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته تللی، د دغه هېواد بهرنیو چارو له وزیر سید بدر الوسعیدي سره یې کتلي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د عمان له لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو کوربتوب د مسقط د مسوولانه دریځ نښه بللې او د دغه هېواد له هڅو یې مننه کړې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، سید عباس عراقچي عمان ته د ایران د اټومي مسلې او پر دغه هېواد د امریکا د «ظالمانه او غیرقانوني» بندیزونو د لرې کولو په هدف تللی او د ایران اصلي دریځونه یې امریکایي لوري ته د لېږد لپاره د عمان د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلي دي.
د عمان بهرنیو چارو وزیر د مسقط او تهران اړیکې “استثنايي” بللي او له ایران یې مننه کړې چې مسقط یې د خبرو لپاره غوره کړی دی.
په دې اړه مو اندونه