د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، له امریکا سره د اقتصادي خبرو په برخه کې مثبت پرمختګونه شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په اړه هوکړې ښې پایلې ورکړي دي.
د زلنسکي په خبره، دا خبرې نږدې وروستۍ شوي، او که اوسنی بهیر همداسې چټک دوام وکړي، دا هوکړه کولای شي دواړو هېوادونو ته مثبتې اقتصادي پایلې ولري.
هغه ویلي: «زموږ د دولت ډلې چې له امریکایي لوري سره د اقتصادي همکاریو پر هوکړې کار کوي، ښې پایلې یې ترلاسه کړي دي. نن لومړۍ مرستیالې، مېرمن سویریډنکو په دې اړه یو راپور وړاندې کړ. بنسټیز حقوقي مسایل نږدې وروستي شوي او که هر څه همداسې پرمخ لاړ شي، دا هوکړه به د دواړو هېوادونو لپاره مثبتې اقتصادي پایلې ولري.»
زلنسکي دغه راز د اروپايي ځواکونو د ځای پر ځای کولو ته په اشارې، ویلي چې هېواد یې د دې سیاسي پرېکړو د چټک تطبیق لپاره چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ (چهارشنبه) زلنسکي د ناټو له سرمنشي سره کتنه کې له بریټانیا، فرانسې او د ناټو له نورو غړو هېوادونو غوښتي چې په اوکراین کې د امنیتي ډلې جوړولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
په دې اړه مو اندونه