د یمن حوثیان وايي، پر راس عیسی بندر د امریکا د هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي.
د اسوشیټډ پرس د راپور لمخې، د امریکا مرکزي قومندانۍ هم دا بریدونه تایید کړي دي.
تر دې بریدونو وروسته حوثیانو بیا د اسراییل په لور یو توغندی توغولی چې د اسراییل د پوځ په خبره، مخه یې نیول شوې ده.
په ورته مهال، امریکا د سپوږمکۍ یو چینایي شرکت تورن کړی چې «په مستقیم ډول د حوثیانو له بریدونو ملاتړ کوي»؛ خو چین تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
له بلې خوا، د حوثیانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په هوایي بریدونو کې روغتیایي کارکوونکي او ملکي کسان هم وژل شوي دي.
د دغه بریدونو له امله سترې چاودنې او اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
په دې اړه مو اندونه