رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له مخالفت سره سره، اسراییل په راتلونکو میاشتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید احتمال نه دی رد کړی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی، چې له ایران سره هر ډول مذاکرات باید د دغه هېواد د اټومي پروګرام په بشپړ لغوه کولو پایته ورسیږي.
اسراییل تېرو څو میاشتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د هوایي بریدونو او کومانډویي عملیاتو لپاره یو لړ پلانونه د ټرمپ حکومت ته وړاندیز کړي، چې د سرچینو په خبره، کولی شي د تهران اټومي پروګرام د څو میاشتو لپاره وځنډوي.
خو د امریکا ولسمشر نتنیاهو ته ویلي، واشنګټن دا مهال د دغسې برید ملاتړ ته چمتو نه دی.
نیویارک ټایمز تیره چهارشنبه راپور ورکړی و، چې ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره په کتنه کې ویلي، واشنګټن غواړي له تهران سره ډیپلوماټیکو خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن (شنبه) د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه لومړنیو خبرو نوی پړاو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شي.
په دې اړه مو اندونه