د اوکراین ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي، کییف د خپلې وړاندیز شوې طرحې لمخې چې د غیرنظامي زیربناو پر ضد د حملو مخنیوي ته متعهد دی او دې موخو ته د رسېدو لپاره بېړنی او پرته له قید او شرط اوربند غواړي.
ولادیمیر زېلنسکي همدا راز له مسکو سره د خبرو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او اوکرایني پلاوي د لندن د سولې په غونډه کې د ګډون هم ویلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه څلورم کال ته رسېږي او نښتې لا هم دوام لري.
اخوا زېلنسکي د چهارشنبه په ورځ په لندن کې د سولې په غونډه کې د اوکرایني پلاوي د حضور خبر ورکړی او د دغو مذاکراتو اصلي موخه یې له قید او شرط پرته اوربند ترلاسه کول بللی دی.
له بل لوري، امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتنه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې چې د واشنګټن په مشری روانې دي، ګډون وکړي.
په دې اړه مو اندونه