رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکا، سعودي عربستان ته د څه باندې سل میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور وړاندیز چمتو کړی دی.
د راپور لمخې، دغه وړاندیز به راتلونکې مې میاشت کې سعودي عربستان ته د ډانلډ ټرمپ په سفر کې اعلان شي.
تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن هم د ریاض او تل ابیب د اړیکو عادي کولو په ګډون له سعودي عربستان سره د یوه دفاعي تړون هڅه کړې وه.
دغه تړون کې بایډن سعودي عربستان ته وړاندیز کړی و چې د پرمختللو امریکایي وسلو په بدل کې دې د چینایي وسلو معاملې بندې کړي او دغه هېواد کې دې د چین پانګونه محدوده کړي.
تر دې مهاله دا مالومه نه ده چې ایا د ټرمپ په وړاندیز کې به هم دغه مسایل شامل وي او که نه.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، د ټرمپ تر بیا واکمنۍ راهیسې له ریاض سره د واشنګټن اړیکې د پخوا پرتله پیاوړې دي او په خبره یې، د دواړو هېوادونو امنیتي همکارۍ د اړیکو مهمه برخه ده.
هغه ویلي: «د ټرمپ په واکمنۍ کې له سعودي عربستان سره زموږ دفاعي اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې شوي او امنیتي همکارۍ مو د دې اړیکو مهمه برخه ده. موږ به له سعودي عربستان سره د دوی دفاعي اړتیاو ته د رسېدو لپاره کار وکړو.»
تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې د بایډن تر واکمنۍ لاندې د امریکا کانګرس پر سعودي عربستان د وسلو پر پېر بندیز لګولی و.
په دې اړه مو اندونه