ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په بندر عباس ښار کې د تېرې ورځې (شنبې، د غویي ۶مې) چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته پورته شوی دی.
د دغې چاودنې له امله څه د پاسه ۸۰۰ تنه ټپيان او ۶ نور نادرکه دي.
د ایران د ناورین مهارولو ادارې ویاند ویلي، د بندر عباس په شهید رجایي بندر کې دغه چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې تر دې وړاندې د دغو کیمیاوي توکو د چاودنې خبرداری هم ورکړل شوی و.
په ورته مهال ایراني رسنۍ وایي، دا مهال د شهید رجایي بندر اورلګېدنه ۸۰ سلنې مهار شوې او د بندر په نورو برخو کې د صادراتو او وارداتو چارې په عادي ډول روانې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغې چاودنې د لامل ارزولو امر کړی دی.
پزشکیان له ټولو دولتي ادارو غوښتي چې د دغې چاودنې د لا زیانونو د مخنیوي لپاره دې لازمه همغږي ولري.
دغه چاودنه داسې مهال رامنځته کیږي چې د عمان په کوربتوب او منځګړیتوب د ایران د اټومي پروګرام د مهار په موخه د تهران او واشنګټن د نامستقیمو خبرو درېیم پړاو تېره ورځ (شنبه) ترسره شو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي و چې دغه خبرې د تېرو هغو پرتله جدي او تخنیکي مسایل پکې و څېړل شول.
په دې اړه مو اندونه