د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته، په خپلو لومړیو ۱۰۰ ورځو کې، داسې اقدامات کړي چې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته جوړ شوی نړۍوال نظم یې ګډوډ کړی دی.
رویټرز خبري اژانس په دې تړاو پخپل راپور کې ویلي، ټرمپ یوه بېسارې نړۍواله تعرفهییزه جګړه پیل کړې، د امریکا د بهرنیو مرستو بودجه یې کمه کړې، د ناټو پر متحدینو یې نیوکې کړي او پر اوکراین د روسیې د برید دریځ یې پر روسیې منلی دی.
راپور زیاته کړې چې هغه ان د ګرينلنډ د نیولو، د پاناما کانال د بېرته ترلاسه کولو او کاناډا د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه خپلولو په اړه هم خبرې وکړې.
محافظهکار سیاستوال، ایلئټ ابرامز، چې د رونالد رېګن او جورج ډبلیو بوش تر ولسمشرۍ لاندې یې دنده ترسره کړې، او د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د ایران او وینزویلا لپاره ځانګړی استازی و، وایي:
«ټرمپ اوس د تېرو اتوو کلونو پرتله ډېر تندلاری شوی، زه دې موضوع ته حیران یم.»
دا ارزونه، د رویټرز له لوري له لسګونو اوسنیو او پخوانیو دولتي چارواکو، بهرنیو ډيپلوماټانو او خپلواکو شنونکو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده.
ډېری شنونکي وایي، که څه هم ځینې زیانونه د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدونکي دي، خو که ټرمپ خپل چلند نرم کړي، لا هم د سمون چانس شته.
ټرمپ په ځینو مسایلو کې لږ شاته تللی، لکه د تعرفو د پلي کولو وخت او شدت کمول.
سپينې ماڼۍ بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکې ټرمپ د امریکا نړۍوال اعتبار ته زیان رسولی. هغوی وایي، د ټرمپ سیاست د پخواني ولسمشر جوبایډن د «بېکفایته مشرتابه» د بېرته رغونې هڅه ده.
په دې اړه مو اندونه