د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د غزې مشر، جاناتان ویتال، د غزې وضعیت بحراني بللی او خبرداری یې ورکړی چې د غزې خلک، سربېره پر بمبارد او ډزو، د سختې لوږې له خطر سره هم مخ دي.
د راپورونو له مخې، د اسراییلو له خوا د غزې تړانګې د کلابندۍ له امله د مرستندویه ادارو د خوړو زېرمې، په ځانګړي ډول د اوړو ذخیرې، پایته رسېدلې دي.
د محاصرې له دوام سره، زرګونه فلسطینیان د غزې ښار په مرکز کې د یوه خیریه پخلنځي مخې ته د خوړو د ترلاسه کولو لپاره د ستړو سترګو او تشو لاسونو سره په اوږدو قطارونو کې ولاړ دي او د خپلو تشو لوښو سره د خپلې نوبت په انتظار دي.
ځینې فلسطینیان وایي چې د لږې اندازې خوړو د ترلاسه کولو لپاره ټوله ورځ په کتارونو کې درېږي، او کله هم له ساعتونو انتظار وروسته هېڅ خواړه نه تر لاسه کوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو زیرمې ښيي چې د خوړو، په ځانګړي ډول د اوړو ذخیره پای ته رسېدلې ده. نړیوالو سازمانونو ویلي چې په غزه کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي او دا د جګړې له پیله تر ټولو اوږد وخت دی چې مرستې پرې شوې دي.
بل لور ته، اسراییل د غزې د لوږې بحران ردوي او ادعا کوي چې حماس د مرستو څخه ناوړه استفاده کړې؛ ادعا چې حماس بې بنسټه بللې ده.
په دې اړه مو اندونه