Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابو ۶۰ ورځې کیږي چې غزې ته د خوړو او درملو د ننوتو مخه نیول شوې

نږدې ۶۰ ورځې کېږي چې غزې ته هیڅ ډول خواړه، سون توکي، درمل یا نور اړین توکي نه دې ور ننوتي.

هغه کلابندي چې د اسراییل له لوري لګول شوې، د ۲.۳ میلیونه فلسطینیانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو پیدا کول له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سویلي غزې په خان‌یونس سیمه کې، د بې‌ځایه شویو کسانو تر خېمو لاندې ماشومان له خپلو کورنیو سره له یوه خیریه پخلنځي خواړه ترلاسه کوي.

د خیریه پخلنځي کارکوونکی، حاني ابو قاسم وايي: «دغه خیریه خپلې دروازې هغو خلکو ته پرانیزي چې له لرې ځایونو دلته راځي. دوی یوازې د یوه وخت ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره له سهاره راځي. نن یې شمېر زیات شوی دی. مخکې له دې چې لاره وتړل شي، هغو ته چې خواړه ورکول کېدل، پکې وریجې، غوښه، چرګ او نور شامل وو. خو اوس زموږ خواړه یوازې څو ډولونو ته محدود شوي دي.»

له بلې خوا، د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارموندنې ادارې (انروا) ویانده وایي، د غزې کلابندي د ماشومانو او سپین‌ږیرو لپاره چوپه وژنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږیز کال د مارچ له دویمې راهیسې اسراییل، د غزې تړانګې د ۲.۳ میلیون اوسېدونکو ته د هر ډول توکو او مرستو د رسېدو مخه نیولې ده.

د روان زیږیز کال د مارچ له دویمې راهیسې اسراییل، د غزې تړانګې د ۲.۳ میلیون اوسېدونکو ته د هر ډول توکو او مرستو د رسېدو مخه نیولې ده.

Thumbnail

نږدې ۶۰ ورځې کېږي چې غزې ته هیڅ ډول خواړه، سون توکي، درمل یا نور اړین توکي نه دې ور ننوتي.

هغه کلابندي چې د اسراییل له لوري لګول شوې، د ۲.۳ میلیونه فلسطینیانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو پیدا کول له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سویلي غزې په خان‌یونس سیمه کې، د بې‌ځایه شویو کسانو تر خېمو لاندې ماشومان له خپلو کورنیو سره له یوه خیریه پخلنځي خواړه ترلاسه کوي.

د خیریه پخلنځي کارکوونکی، حاني ابو قاسم وايي: «دغه خیریه خپلې دروازې هغو خلکو ته پرانیزي چې له لرې ځایونو دلته راځي. دوی یوازې د یوه وخت ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره له سهاره راځي. نن یې شمېر زیات شوی دی. مخکې له دې چې لاره وتړل شي، هغو ته چې خواړه ورکول کېدل، پکې وریجې، غوښه، چرګ او نور شامل وو. خو اوس زموږ خواړه یوازې څو ډولونو ته محدود شوي دي.»

له بلې خوا، د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارموندنې ادارې (انروا) ویانده وایي، د غزې کلابندي د ماشومانو او سپین‌ږیرو لپاره چوپه وژنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږیز کال د مارچ له دویمې راهیسې اسراییل، د غزې تړانګې د ۲.۳ میلیون اوسېدونکو ته د هر ډول توکو او مرستو د رسېدو مخه نیولې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه